افغانستان - د خلکو د تګ راتګ په اړه لنډ راپور (۲۸ اپریل - ۴ می۲۰۲۴) [PASHTO]

Share

Download

Share

Contact
DTMAfghanistan@iom.int
Language
Pashto
Location
Afghanistan
Period Covered
Apr 28 2024
May 04 2024
Activity
  • Survey
  • Flow Monitoring Survey
  • Flow Monitoring

د افغانستان آي اُو اِم د (ډي تي اِم) پروګرام د خلکو د تګ راتګ د جریان څارنې فعالیت د ۲۰۲۴ په پیل کې بیا پیل کړل ترڅو د افغانستان په سرحدونو کې د خوځښت او تګ راتګ په اړه ښه پوه شي. د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۱۰ نېټې، ډي ټي اِم د ایران اسلامی جمهوریت او پاکستان سره په څلورو سرحدی پولو کې ساحوي ټیمونه ځای پر ځای کړل او همدارنګه دا فعالیت په یوې بلې سرحدي پولې٬ د خوست ولایت په غلام خان کې په ۱۱ دي فبروري پیل شو (لاندې نقشه د سرحدي پولو د موقیتونو لپاره وګورئ)، ترڅو دوه یو له بل سره تړلي یا اړوند فعالیتونه ترسره کړي. لومړی د ټولو هغو کسانو شمیرل دي چې افغانستان ته راځي او یا د افغانستان څخه بهر وځي، چې د جریان د څارنې د شمیر په نوم هم بلل کیږي، ترڅو افغانستان ته د تګ او راتګ شمیر معلوم کړي. دوهم د نمونې په ډول د ځینو کساو یا ډلو سروې ده چې افغانستان ته د راتللو یا وتلو په حال کې ترسره کیږي، چې د جریان د څارنې سروې په نوم هم یادیږي، ترڅو د تلونکو او راتلونکو خلکو د ځانګړتیاوو، هڅو او زیانمنتیا په اړه پوه شي. له پاکستان څخه د کډوالو راتګ پدې اونۍ کې ډیر شوی، ځکه چې د رسنیو خبرونو او راپورونو پر اساس داسې ښکاریده چې د بی اسناد او غیر قانوني افغان کډوالو په خاص ډول د ای سي سي کارت لرونکي د ویستلو لړۍ او دوهم پړاو د ۲۰۲۴ د اپریل په ۱۵ بیا پیل شي. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایی، تر اوسه یې د بېرته ستنېدو پروسه نه ده پیل کړي. سربیره پردې، د پاکستان حکومت پدې وروستیو کې په پاکستان کې د ۱.۳ ملیون افغان کډوالو لپاره د (پي اُو آر) کارتونو اعتبار د جون میاشتي تر ۳۰ پورې تمدید کړو، چې د (اِی سي سي) لرونکو د بیرته ستنیدو وروسته د دوي د بیرته ستنیدو پلان عملي شوې (د امریکا غږ خبرونه). دا مختصر راپور مهم معلومات وړاندې کوي چې د آي اُو اِم د معلوماتو د مختلفو سرچینو د یوځای کولو څخه لاسته راځي، لکه د آي اُو اِم افغانستان د (د جریان د څارنې شمېر) او (د جریان د څارنې سروې) فعالیتونه او د افغانستان آي اُو اِم د رارسېدو څخه وروسته د بشري مرستو برنامه (سي بي پا ها) او همدارنګه د پاکستان ډي ټي اِم د (د افغان راستنیدونکو په اړه د جریان د څارنې سروې) څخه د اپریل له ۲۸ څخه تر ۴ می مودې لپاره. د معلوماتو د راټولو د میتودولوژي په اړه د ډیرو معلوماتو لپاره ددې را پور آخرې پاڼې ته د (افغانستان ته د راتګ په اړه د آي اُو اِم معلومات) عنوان ته مراجعه وکړئ